د تاریخ پاڼه : کوز پښتانه او د افغانستان خپلواکي
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

لومړی د خپلواکۍ د ۹۱ وم جشن په مناسبت ټولو افغانانو او کوزو پښتنو ته چې د دوی په ګډو هڅو د غازي امان الله خان په مشرۍ دا ویاړ زموږ د ټولو په برخه شوی مبارکي وایم .   

لکه چې څرګنده ده خپلواکي د پښتنو د ژوند دویم نوم دی . پښتنو د خپلواکۍ لپاره د ژوند بله هره توښه بابیزه ګڼلي او خپلواکۍ ته يي لومړیتوب ورکړی دی . هغه ملتونه چې خپلواک ژوند خوښوي په تاریخ کې نه مري او تل ژوندي وي . کوز پښتانه سره له دې چې په اداري لحاظ د انګریز لخوا د کابل له حکومته په هغه مهال بېل ساتل شوي وو ، خو کله چې په کابل کې د افغانستان د خپلواکۍ  اعلان کیږي دوی هغه په خوښۍ بدرګه کوي او هر ډول سرښندنې ته چمتوکیږي . راځۍ په دې اړه د تاریخ یوه پاڼه ولولو :

« کله چې ۱۹۱۹ کال فبرورۍ کې د خپلواکۍ اعلان کیږي او د همدي کال اپریل کې د برتانوي هند د برید کرښې په لورخوځښت ترسره کیږي ، سره له دې چې د جګړې اعلان نه دی شوی او د دولتونو سفیران ( سردار عبدالرحمان خان ) په ډهلي او ( حافظ سیف الله خان ) په کابل کې استوګن دي ، تر ټولو ړومبی د ازاد سرحد  ( پښتونستان ) په اوږدو کې په زرګونو پښتانه وسلوال او جګړې ته چمتو کیږي او مشران يي لکه حاجي ترنګ زی او د چکنورې ملا سیب د ډیورند له کوزي غاړې جلال اباد ته راځي . په محکوم پښتونستان کې د خدايي خدمتګارو د هغه مهال مشر فخر افغان پاچاخان په مشرۍ ملي احساسات راپاریږي . بلخوا پېښور کې ۳۲ کسیزه جرګګۍ د خپلو ۹۰۰ تنو ملګرو په ګډون د افغانستان د پوستې د چارواکي میرزا غلام حیدرخان پرشاوخوا راټولیږي او د مۍ میاشتې ترپایه په ټول پېښور کې د انګریزپه ضد پآڅون کیږي . پښتني رضاکارو ډلو لخوا د افغانستان دولت اعلاميي او د غازي امان الله خان مکتوبونه د انګریزانو په پوځي چوڼیو کې لاس پلاس ګرځي او د جبهې شاته د انګریز پر ضد د یرغل لپاره چمتووالي نیول کیږي . حتی شجاع الملک د چترال د چارو پازوال د انګریز د دولت ګوډاګی ( انګریزانو نوموړي په کوشنیتوب کې چې ۱۲ کلن و ، د چترال په پازوالۍ ګمارلی و ) هم د غازي امان الله خان له ولولو ډکو مکتوبونو څخه په خپلواکۍ میین شوی و .

بلخوا د اپریل له نیمايي روسته ، د افغانستان د خپلواکۍ غورځنګ انګازې په ټول هند کې له یوه سره تربل خپریږي . په لاهور کې خلک عمومي پاڅون کوي او د اګریزانو پر وسلوالو پولیسو یرغل وروړي . له ډهلې څخه تر لاهوره د اورګاډي پټلۍ تر هغه بنده پاتیږي چې پوځي حکومت اعلان او خلک ټکول کیږي . »

 د افغانستان د خپلواکۍ غورځنګ او په هغې کې د کوزو پښتنو ونډه ، د سیمې د ټولو خپلواکۍ غوښتونکو ولسونو لپاره په یوه الهام بدله شوه . دا چې نن په لویدیځ کې ځیني کړۍ پښتنو سره دوښمني پالي ، لامل يي د تېر تاریخ په همدې تفسیر کې نغښتی دی !

ژوندی دې وي افغانستان !

تل دې وي خپلواکي !

اخځونه :

معاصر افغانستان ، د سردار اقبال عليشا لیکنه ، لندن چاپ ۱۹۳۸

افغانستان در مسیر تاریخ

 

د ۱۳۸۹ کال د زمري ۲۸ مه            

 


August 19th, 2010


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل تاریخی